Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېټانیا د غزې له خلکو سره ۲۷ میلیون ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): د برېټانیا لومړي وزیر په مصر کې د نړۍ د مشرانو غونډې په څنډه کې ویلي چې هېواد یې د غزې له خلکو سره ۲۷ میلیون ډالر مرسته کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برېټانیا لومړي وزیر کېیر اسټارمر چې د غزې د شخړې پای ته رسولو په اړه د نړۍ د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مصر ته تللی ویلي، برېټانیا به په غزه کې د اوبو، فاضلابو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د ۲۷ میلیون ډالرو (۲۰ میلیونه پونډه) مرستې یوه کڅوړه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا مرسته به د یونیسف، د خوړو نړۍوال پروګرام  او د ناروې د کډوالو شورا له لارې ورکړل شي او دا مرسته هغو کسانو ته د رسېدنې په موخه طراحي شوې چې د لوږې، خوارځواکۍ او ناروغیو له ستونزو سره مخ دي.

برېټانیا دغه‌راز اعلان کړی چې د غزې د بیا رغونې په اړه به د یوې درې ورځنۍ غونډې کوربه‌ وي چې د نړۍوالو دولتونو، خصوصي سکټور او د پراختیایي مالي چارو استازي او دغه‌راز، د اروپا د بیارغونې او پراختیا بانک او نړۍوال بانک استازي به پکې هم ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې مصر د سیمې د هېوادونو او نړیوالو قدرتونو د مشرانو په ګډون د شرم‌الشیخ غونډې کوربه دی څو د غزې د سولې او بیارغونې د پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.