کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): یوه باوري سرچینه وایي، اسلامي امارت په تېرو درېیو ورځو کې درې ځله افغانستان ته د راتګ لپاره د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ویزو غوښتنه رد کړې ده.
یوې باورې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه پلاوي کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د ایایسای مشر جنرال عاصم ملیک او دوه نور لوړپوړي جنرالان شامل وو.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر غوښتنه، د پاکستان له خوا د افغانستان د هوايي حريم د نقض او په پکتيکا کې د عامه شتمنيو بمبارولو په غبرګون کې رد شوې ده.
چارواکي وایي، د تېرې پنجشنبې پر شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ.
وړمه شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP