Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: پر افغان خبریالانو د پاکستان برید د نهايي ضعف نښه او ستر جنایت دی

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې د دوو افغان خبریالانو د شهادت په اړه خواخواږي ښودلې او ویلي یې دي چې خبریالان د ولس رسا غږ دي، امنیت او مصؤنيت ته یې باید جدي پام وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت: «د ملي تلویزیون د دوه متعهدو او فداکارو خبریالانو، هر یو عبدالغفور عابد او انجنیر عبدالظاهر صافي شهادت له امله چې د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ د وروستیو جګړو څخه د راپور جوړولو پر مهال د جنایتکارانه بریدونو په ترڅ کې شهیدان شوي ژوره خواشيني او د دوی درنو کورنیو، رسنیزو همکارانو او د مطبوعاتي ډګر ټولو غړو ته تسلیت او همدردي وړاندې کوي.»

د راپورونو له مخې، د پکتیا ولایت د ملي تلویزیون پر خبریال، عبدالغفور عابد د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند سیمه کې برید شوی و او د هغه بل همکار تواب ارمان هم په دغه برید کې ټپی شوی و خو د اطلاعاتو وزارت په خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې پر د انجنیر عبدالظاهر چېرته برید شوی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلی، ‎د خبریالانو پر وړاندې هر ډول بریدونه، هدف ګرځول او تاوتریخوالی په کلکه غندي او «دا برید د دښمن د نهايي ضعف نښه او ستر جنایت بولي.»

سرچینې زیاته کړې، خبریالان د ولس رسا غږ دي، او هر ډول تعرض یا سپکاوی يې د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو څخه سرغړونه ده.

یاد وزارت غوښتنه کړې چې د خبریالانو امنیت او مصؤنيت ته باید په جدي ډول پام وشي، څو د ورته غمجنو او دردناکو پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.