غزنيښار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د غزني ولایت مقام وایي، د غصبشوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې د اختصاصي محکمې د حکم له مخې، د دغه ولایت په مرکز کې د «نواباد» ښارګوټي نږدې ۱۸۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د غزني ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه اندازه ځمکه د غزني ولایت په مرکز کې په دوو کادستري قطعو کې واقع ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون یې په اړه مخکې څېړنه کړې او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې څانګړې محکمې ته سپارلې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، یادې ځانګړې محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقه څېړنې او له اړوندو ادارو د متصرفینو د وړاندې شوو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي ۱۸۴۳ جریبه ځمکه امارتي ده.
سرچينې زیاته کړې، یاده ځمکه به د ځمکو په ذیرمتون کې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شي او متصرفو اشخاصو ته به د اصولو مطابق اجاره ورکړل شي.
باید وویل شي چې یادې محکمې درې میاشتي مخکې هم د غزني ښار علي لالا سیمه کې د «حکیم سنایي» ښارګوټي ۱۲۹۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP