کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې سړک جوړولو چارې چې څه باندې ۳۶۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، پیل شوې.
د ټولګټو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې دغه سړک شاوخوا ۱۳.۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې د تګاب ولسوالۍ او بدراب دره د کاپیسا له مرکز محمودراقي سره نښلوي.
سرچینې لیکلي، د دې پروژې چارې خصوصي سکټور ته ورکړل شوې چې د ۱۶ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي او ټول څه باندې ۳۶۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
سرچینې زیاته کړې، د یاد سړک د کار په پیلېدو سره د سيمې اوسېدونکي خوښ دي او وایي چې دا ډول پروژې د سیمې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ډېرې اړینې دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو د تطبیق چارې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP