Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«خطیبان دې د جمعې لمانځه پر مهال د پاکستان تجاوز وغندي او خلک دې د ا.ا ملاتړ ته راوبولي»

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اقافو وزارت له خطیبانو غوښتي چې د جمعې لمانځه پر مهال د پاکستان تجاوز وغندي او له خلکو دې وغواړي څو په دغه حساس وخت کې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د ارشاد او انجام عمومي ریاست د یوې خبرتیا په خبرولو ټول خطیبانو ته هدایت کړی چې د جمعې د لمانځه لپاره د ورکړل شوي تقریر او بیان ترڅنګ دې پر افغانستان د ګاونډ هېواد د تجاوز غندنه هم وکړي.

یاد وزارت لیکلي چې خلکو ته دې دا هم وویل شي چې په هېواد کې د تېرو ورځو ناخوالو او د ګاونډي هېواد تجاوز په مقابل کې د اسلامي امارت مجاهدین ښه مضبوط او متسحکم دي او هر ډول تجاوز ته یې په ښه مېړان ځواب ویلی او په راتلونکي کې به هم هر ډول تجاوز ته زړور ځواب وایي او خلک دې په دې اړه هیڅ تشویش نه کوي.

په خبرتیا کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د هېواد له سرحدونو دفاع خپل مسوولیت ګڼي او قاطع هوډ لري چې له خپلو سرحداتو به په کلکه دفاع کوي، پر همدې اساس اسلامي امارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دښمن د ناوړه تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي چې په دغه حساس وخت کې له خپل نظام سره په هره برخه کې ودرېږي او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

د تېرې اونۍ د پنجشنبې په شپه پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په «مرغه بازار» سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړل او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ. له دغه برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو انتقامي بریدونه وکړل.

د اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو انتقامي بریدونو کې د پاکستان څه باندې ۲۰ پوستې ونیول شوې، ۵۸ پاکستاني سرتېري ووژل او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.

خو وروسته له هغه، تېره سه شنبې پاکستان یو ځل د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، د کابل ښار پر تایمني ساحه او د کندهار پر سپین‌بولدک ولسوالۍ یې هوایي بریدونه وکړل، اسلامي امارت د همدې ورځې په پای کې خبر ورکړ چې د پاکستاني لوري د غوښتنې او ټینګار له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وشو.

یاد اوربند نن ماښام پای ته رسېږي خو تېره شپه ځینو سرچینو خبر ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو لړۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیلېږي او په دې خبرو کې به د اوربند موده هم وغځول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.