کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): تېره اونۍ، پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژيم په بېلابېلو بریدونه کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او پر وړاندې یې افغان ځواکونو هم ځوابي بریدونه وکړل، بلخوا نن په دوحه کې له پاکستاني اړخ سره مذاکرات ترسره کېږي او مولوي امیرخان متقي ویلي چې د هند سفر یې تاریخي او له لاستهراوړنو ډک و.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- تېره اونۍ د پاکستان پوځي رژيم د پلازمېنې کابل په ګډون د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغان خاوره بریدونه وکړل.
- مجاهد: نن په دوحه کې له پاکستاني اړخ سره مذاکرات ترسره کېږي.
- د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت: اسلامي امارت له هېڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.
- متقي: د هند سفر، تاریخي او له لاستهراوړنو ډک و.
- ایران وايي، د ناقانونه استوګنې د حل په موخه افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکوي.
پر افغانستان د پاکستان برید
د وړمې اونۍ د پنجشنبې په شپه پاکستان د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په «مرغه بازار» سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړل او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ. له دغه برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو په کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو انتقامي بریدونه وکړل.
خو وروسته له هغه تېره اونۍ سهشنبه، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، د کابل ښار پر تایمني ساحه او د کندهار پر سپینبولدک ولسوالۍ، د پکتیا په ځاځي میدان او پکتیکا په وړمې او تروو ولسواليو یې هوایي بریدونه وکړل، اسلامي امارت د همغې ورځې په پای کې خبر ورکړ چې د پاکستاني لوري د غوښتنې او ټینګار له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وشو.
یاد اوربند پرون ماښام پای ته ورسېد او چارواکو وویل چې د پاکستاني اړخ په غوښتنه دغه اوربند د خبرو تر پای ته رسېدو وغځول شو.
خو تېره شپه یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو له خوا په پکتیکا کې پر ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو شمېر ملکي هېوادوال پهکې شهیدان او ټپیان شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد د یاد برید په اړه وویل: «اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض پر تر ټولو سختو ټکو غندي او داسې کړنې پاروونکی عمل او د جګړې د اوږدېدو هڅه بولي.»
ده ویلي، افغانستان پر سولهییز حل او سیمهییز امن باور لري، خو کوم څه چې پېښېږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجازونو له امله دي.
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، تردې دمه د پاکستاني رژيم په بېلابېلو بریدونو کې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږ ۴۰ افغانان شهيدان شوي او د یو خبریال په ګډون ۱۴۴ نور ټپيان شوي خو د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) غوښتنه کړې وه چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پام وشي.
یوناما ویلي، معلومات ښيي چې په سپینبولدک کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي وګړي شهیدان او ۳۴۶ نور ټپیان شوي وو.
دوحه کې له پاکستاني اړخ سره د افغان پلاوي مذاکرات
نن د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی له پاکستاني اړخ سره د مذاکراتو په موخه دوحې ته ولاړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دا چې وعده شوې وه له پاکستاني اړخ سره به نن په دوحه کې مذاکرات ترسره کېږي، د افغانستان د دفاع د وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی نن دوحې ته ولاړ.
هغه لیکلي، له دې سره سره چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځيانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او هغه د درناوي په منظور دې د اسلامي امارت ځواکونه له نویو تحرکاتو ډډه وکړي.
دوحې ته له پاکستاني اړخ سره د مذاکراتو په موخه د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی په دا په داسې حال ورغلی چې تردې وړاندې درې ځله پاکستاني لوړپوړي پلاوي افغانستان ته د راتګ غوښتنه کړې او اسلامي امارت رد کړې وه.
یوې باورې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې په دغه پلاوي کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د ایاېسای مشر جنرال عاصم ملیک او دوه نور لوړپوړي جنرالان شامل وو.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنيو چاور وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د چين له سفیر ژاو شینګ سره په ليدنه کې ویلي چې ا.ا د متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او له هيڅ يو هېواد سره د بل هېواد پر ضد اړيکې نه پالي.
هند ته د متقي سفر
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه اونۍ د مسکو فارمټ تر ناستې وروسته په شپږ ورځني سفر هند ته تللی و.
متقي هند ته خپل سفر تاریخي او له لاسته راوړنو ډک بللی او ویلي یې دي چې دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وکړه او دغهراز یې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه هم خبرې کړي دي.
متقي ویلي، دا یو تاریخي او له لاستهراوړنو ډک سفر و. د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعلیمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې کړي.
هغه زیاته کړې، دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق وکړ. همدارنګه، د هند د سوداګرۍ خونې له مسوولینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازارموندنې، ګډو نندارتونونو په اړه بحث وشو.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دیوبند له دارالعلوم څخه لیدنه یې د تاریخي اړیکو د بیا احیا لامل شوه، چې د هند د دیني او علمي مرکزونو لهخوا یې تود هرکلی وشو او د ديني زدهکړو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې وشوې.
متقي ویلي، افغانستان یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
۲۰۰زره افغانانو ته د ایران د کاري ویزو ورکړه
تېره اونۍ، د سوېلي اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مسوول محمدرضا بهرامي د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د ناقانونه استوګنې د حل په موخه افغانانو ته دوه سوه زره کاري ویزې ورکوي.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
رضا بهرامي ویلي، د ایران چارواکو د افغان کډوالو اړوند له اسلامي امارت سره کړې ژمنې عملي کړې دي او په دغه هېواد کې د افغانانو ناقانونه استوګنې د حل په موخه به له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي او همدارنګه به ایران افغانانو ته دوه سوه زره کاري ویزې ورکړي.
مولوي عبدالکبیر هم ویلي، ایران دې له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي، د افغانانو د شتمنۍ له ضایع کېدو دې مخنیوی وکړي او د افغان کډوالو کوربه هېوادونه دې افغانان په جبري ډول نه وباسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP