کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): د کابینې غونډه کې له حیرتانه تر سپینبولدکه د رېلپټلۍ ګېچ ټاکلو اړوند د پلاوي راپور تایید شو او دغهراز کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکتیا ټینګار وشو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې تېره ورځ د ريیسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.
هغه لیکلي چې په دې غونډه کې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسايلو په اړه بحث وشو او ځینې پرېکړې ترسره شوې.
فطرت وایي: «غونډه کې له حیرتان څخه تر سپینبولدک پورې د «نیو افغان ټرانس» د رېلپټلۍ ګېچ (عرض) ټاکلو اړوند د پلاوي راپور تایید شو چې یاد ګېچ دې 1520 mm ونیول شي او ورسره دې 1435 mm ګېچ هم په نظر کې ونیول شي.»
دی زیاتوي، دغهراز پرېکړه وشوه چې د کډوالو د عالي کمېسیون ريیس مولوي عبدالسلام حنفي له لوري دې د کډوالو کمېټې راوغوښتل شي او د هغوی د کارونو اړوند دې یوه بررسي ترسره شي، څو خلکو ته د ځمکو د توزیع پروسه چټکه او هر څو ژر مستحقینو ته ځمکې ووېشل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغهراز پرېکړه وشوه چې کډوالو ته د ځمکو د وېش برخه کې هغه موانع هم معلوم کړل شي چې تر دې مهاله یې په ځینو سیمو کې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP