کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې د توافقنامې په تعقیب د کورنیو چارو وزارت مرستیال، په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته روان شو.
د تلې په ۲۷مه د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد خبر ورکړ چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان د استازوترمنځ مذاکرات د یوې توافقنامې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل او دواړو اړخونو پر «کامل او معنادار اوربند» هوکړه وکړه.
مجاهد نن ماښام هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې دوحې د توافقنامې په تعقیب د ا.ا د کورنیوچارو وزارت مرستیال، حاجي نجیب په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته روان شو.
یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل: «د يو بل پر ضد د عداوت حرکت د نه ترسره کول د څار او نظارت ميکانيزم رامنځته کول، د هيوادونو ملي حاکميت ته د احترام په موخه د موجودو قوانينو رعایت او په کلکه عملي کول، په پاکستان کې له تيرو دوو لسيزو راپدیخوا د موجودو امنيتي ستونزو د اصلي عوامل درک، د سوداګرۍ پر مخ د خنډونو لرې کول، د کډوالو جبري اخراج، د لارو د بندښت پای ته رسول او د سیاسي موخو لپاره نه کارول.» هغه موضوعات دي چې ښایي افغان او پاکستاني چارواکي به ترکیه کې پرې خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP