کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او ترکیې د کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په ایران کې د ایکو غونډې په څنډه کې سره لیدلي او پر بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت امنیتي معین سترپاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې هېواد د کورنیو چارو وزارت معین او مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړي.
سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې د ترکیې هېواد د کورنیو چارو وزارت معین په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ سره مثبت بدلونونه ستایلي او ویلي یې دي چې د انساني او نشهیي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې، یاد لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونه په پام کې نیولو سره د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام ګڼل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP