Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ترکیې د کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان او ترکیې د کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په ایران کې د ایکو غونډې په څنډه کې سره لیدلي او پر بیلابیلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت امنیتي معین سترپاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د ایکو غونډې په څنډه کې د ترکیې هېواد د کورنیو چارو وزارت معین او مل پلاوي سره د ایران په پلازمېنه تهران کې کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړي.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې د ترکیې هېواد د کورنیو چارو وزارت معین په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ سره مثبت بدلونونه ستایلي او ویلي یې دي چې د انساني او نشه‌یي توکو په قاچاق کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې، یاد لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ارزښتونه په پام کې نیولو سره د دوستۍ، همکاریو او متقابلو ګټو د لا پیاوړتیا په لور یو بل مهم ګام ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.