Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکو د سرحدي نښو تازه کولو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو تازه کولو په اړه ناسته کړې ده.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د دغه وزارت وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي او مل پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ناسته کړې ده.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې ملا نورالله نوري ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د ګډو مسایلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر دغه‌راز زیاته کړې، اسلامي امارت د قاچاق د مخنیوي برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي.

نوري ویلي، دوی د سرحدي نښو نوي کولو ته لېوالتیا لري او ژمنه یې کړې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅه کوي چې له دغه هېواد سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي.

نوموړي زیاته کړی: «موږ اماده‌ګي لرو چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله وخت ناوخت ستونزې راپورته کېږي، هغه ژر تر ژره حل کړو.»

هغه ویلي، د دوی تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږۍ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجراات ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.