Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او قزاقستان د ترانزیټ بهیر پر چټکتیا او د ګمرکي پړاوونو پر ساده کولو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د نورالدین عزیزي او قزاقستان د ملي اقتصاد د وزیر ترمنځ لیدنه کې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او د افغانستان، قزاقستان او منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچې لوړلو په موخه د ترانزیټ بهیر پر چټکتیا او د ګمرکي چارو پر ساده‌ کولو ټینګار وشو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر ژومان ګارین سره یوځای د مکتارال، شاردارا او کوجه‌توغای په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر مهمو صنعتي، کرنیزو او مرزي سیمو لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې لیدنو پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر له سیمه‌ییزو چارواکو او د خصوصي سکټور له استازو سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د تخنیکي تجربو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي، مکتارال سیمه د قزاقستان له مهمو کرنیزو قطبونو ده چې د میکانیزه کرنې او د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صنعت له پلوه یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي، عزیزي په دې برخه کې ټینګار وکړ چې افغانستان کولای شي د قزاقستان د مډرنې کرنې، پروسس او د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ له تجربو په ګټې اخیستنې پّ هېواد کې دننه ورته ظرفیتونه رامنځته کړي.

سرچینې لیکلي، نورالدین عزیزي له ژومان ګارین سره یوځای د قزاقستان او اوزبېکستان له مرزي سیمو هم لیدنه وکړه او دواړو چارواکو د مرکزي اسیا د صنعتي همکاریو له نړۍوال مرکز سره د اړوندو زېربنایي پروژو او تاسیساتو لیدنه وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سرحدي او ګمرکي اسانتیاوو موضوع، په ځانګړي ډول د وسایطو او بارونو د چټک تفتیش زمینې برابرولو په موخه د عصري سکنر سیسټمونو د نصب او کارولو موضوع هم مطرح شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو یو ځل بیا د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د لا پیاوړتیا او د افغانستان، قزاقستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو زیاتوالي په موخه د ترانزیټ بهیر پر چټکتیا او د ګمرکي چارو پر ساده‌ کولو ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.