Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډله د اتلولۍ له ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال له ۱۷کمعمره لوبډله د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې د اتلولۍ له ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه او خلکو یې تود هرکلی وکړ.

د بحرین په کوربه‌توب د ځوانانو اسیایي سیالیو برخه کې د افغانستان په ګډون د فوټسال اتو لوبډلو برخه اخیستې وه چې افغان لوبډله د دې سیالیو په A ګروپ کې له بحرین، اوزبېکستان او چین سره یوځای وه.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپل ګروپ کې درېیو واړو لوبډلو بحرین، اوزبېکستان او چین ته او په نیمه پای‌لوبه کې بیا ټایلنډ ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پای‌لوبې ته یې لارپیدا کړه.

همدارنګه افغان لوبډلې پرون شپه د فوټسال د اسیایي سیالیو په پایلوبه کې ایران ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله چې نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه او د خلکو له لوري یې تودهرکلی وشو.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې روزونکي بهرزو جعفري وویل، دا د خوشحالی ځای دی چې دغو ځوانانو د افغانستان لپاره تاریخ جوړ کړ.

هغه له لوبغاړو غوښتنه وکړه چې پر دې اتلولۍ دې اکتفا نه کوي او د نورو بریاوو لپاره دې لا هڅې وکړي.

د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو دغه ستره لاستهراوړنه ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله او له ملي سوداګرو او مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د دوی ملاتړ وکړي.

شاهدالله چې د افغانستان له ۱۷ کلنو کمعمره لوبډلې هرکلي ته راغلی و وویل، دا د ویاړ ځای چې افغانستان په لومړي ځل په اسیایي سیالیو کې اتلولي ګټي.

هغه وویل: «نن ډېر خوشحاله یم او په دې خاطر راغلی یم چې خپل لوبغاړي له نږدې وګورم او تشویق یې کړم.»

نوموړی وایي، همدغه لوبغاړي او ورزشکاران دي چې په نړۍواله کچه د افغانستان نوم ځلوي، باید ملاتړ یې وشي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین  په کوربه‌توب د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو رشتو کې د روانې اکټوبر میاشتې له ۲۲مې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې یې دوام وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.