کندهار (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د دهلې بند اوبه، له دې امله چې رسوبات پهکې ډېر شوي او ورښتونه نشته، په بېساري ډول کمې شوې چې دغه وضعیت د دوی پر کرنه او باغداري سخت منفي اغېز کړی او له حکومته غوښتنه کوي څو د بند د دېوالونو لوړولو او پاکولو لپاره اقدام وکړي.
د دهلې بند چې د ارغنداب پر سیند په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د متحده ایالتونو په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی، د کندهار د مرکز ترڅنګ د اوو ولسوالیو شاوليکوټ، ډنډ، ژېړۍ، دامان، پنجوایي، ارغنداب او میوند کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
اوسمهال دغه بند د رسوباتو ډېرېدو، د ورښتونو کموالي او د پراختیایي پروژو د ځنډ له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دی، د اوبو کچه یې دا مهال په بېسارې توګه ټيټه شوې چې د تخنیکي محدودیتونو له امله یې خوشي کول ناشوني دي.
د کروندګرو اندېښنې
بزګران وایي، که ورښتونه ونه شي او د بند د اوبو کچه لوړه نه شي، نو د شاولیکوټ، ارغنداب، پنجوایي، ډنډ، ژېړۍ، میوند او دامان ولسوالۍ به په راتلونکي کې د اوبو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان وي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بزګر نوراحمد په دې اړه وویل: «د دهلې بند اوس د پخوا په اندازه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت نه لري، اوس تقریباً تر نیم ډېر خالي شوی، دغه موسمي بارانونه که وشول خو یو څه اوبه به ورته راشي او که ونه شول راتلونکی کال به ډېر باغونه د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.»
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر عبدالسلام وايي چې د دهلې بند د وچېدو له کبله د دوی کښتونو ته سږ کال اوبه نه دي رسېدلې، نو ځکه مجبور وو چې له ژورو څاګانو په لوړ لګښت اوبه راوباسي او خپلې ځمکې او باغونه خړوب کړي.
هغه زیاته کړه: «د دهلې بند اوس مهال ټول له لوشو او خټو ډک شوی چې یو څه لږ باران هم وشي، دغه بند ډکېږي خو بېرته په لږ وخت کې یې اوبه کمېږي، نو دا اوبه ټول کال خو څه چې د کښتونو لپاره درې میاشتې هم بسنه نه کوي.»
هغه وایي، اوس مهال د باغونو خړوبولو لپاره د څاګانو له اوبو کار اخلي او غوښتنه یې دا ده چې د دهلې بند دېوالونه لوړ شي څو ډېرې اوبه ذخیره کړي.»
دغهراز، د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم ورته وضعیت دی؛ د اوبو د کمښت له امله حاصلات کم شوي او د کرنې لګښتونه زیات شوي دي.
د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر نذیراحمد وايي چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د انارو او انګورو او نورو فصلونو حاصلات تر پخوا کم شوي دي.
هغه وویل: «زموږ د انارو او انګورو باغونه د دهلې بند پر اوبو ولاړ دي، که دا بند وچ شي، زموږ ټول کښتونه به له منځه ولاړ شي؛ ځکه هر سړی د برمې وس نه لري او تر ځمکې لاندې اوبه دومره دي چې دوامداره کار ترې واخلو.»
د کندهار اوسېدونکي وایي، که د دهلې بند په بشپړه توګه وچ شي، پایلې به یې د کندهار او شاوخوا سیمو لپاره ویجاړوونکې وي.
د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی ګلاحمد وایي: «د دهلې بند چې د کندهار شاهرګ بلل کېږي، که وچ شي نه یوازې کروندګرو ته لویه ستونزه ده، بلکي د ټول کندهار لپاره دا یو ډېر لوی مشکل دی؛ ځکه لسګونه زره کسان به روزګاره شي او د ولسوالیو ډېری اوسېدونکي به ښار ته راشي، نو ښه دا ده چې اوس یې لا یو غم وخوړل شي.»
په مالي برخه کې د کروندګرو ډاډ
بلخوا، ځیني کروندګر وایي چې د دهلې بند لوړولو چارې دې ژر تر ژره پیل شي او دوی په دې برخه کې مالي همکارۍ ته چمتو دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو بزګر حاجي پهلوان وایي، دوی د ولسوالیو له کروندګرو سره ناستې کړې او پر دې سلا شوي چې د دهلې بند په جوړېدو کې به مالي مرسته کوي.
هغه وویل: «دغه کار موږ په خپله غوښتنه کړی، موږ د دهلې بند لپاره پيسې ورکوو، د اوس لپاره هر بزګر پر جریب ۳۰۰ سوه افغانۍ ورکوي او ځیني بزګران تر دې زیاتې هم ورکوي که څه هم دا پيسې کمې دي خو کېدای شي یوځای ونیسي.»
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو بل بزګر عبدالرووف هم وایي، د دوی له پرلهپسې غوښتنو وروسته مسوولین قانع شوي چې کروندګر هم په خپله خوښه د بند لپاره پيسې ورکړي.
«د دهلي بند اوبه اوس مهال کروندګرو ته بسنه نه کوي»
د کندهار د سینديزي حوزې یو پخوانی کارکوونکی انجنیر نورالله وایي چې د کندهار نفوس د پخوا په پرتله ډېر شوی او ورسره کرنه هم پراخه شوې، له همدې کبله د دهلې بند اوبه ورته بسنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: «د دهلې بند خو له یوې خوا له رسوباتو ډک شوی او بل څو لسیزي ورباندې تېرې شوې چې دا اوس د کندهار د هغو ولسوالیو لپاره چې دغه بند ورته ډيزاین شوی و، په هیڅ صورت بسنه نه کوي، په تېر جمهوریت کې پلان دا و چې د بند کاسه ۱۳ متره لوړه شي او د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت له ۳۰۰ میلیون مترمکعب څخه ۸۰۰ میلیون مترمکعب ته زیات شي خو د تحولاتو له امله دغه کار ونه شو.»
د کندهار سیندیزي حوزې تخنیکي سلاکار خیرالله رسولي پژواک ته وویل، له اړوند وزارت سره په ګډه هڅه کېږي چې دغه بند لوړ شي څو ډېرې اوبه ذخيره کړي او د کروندګرو لپاره بسنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ هر کال د بند د دروازو او نورو ساحو ترمیم کوو، د بند د لوړېدو لپاره هم پلان شته، موږ له وزارت سره په تماس کې یو، اوس پر دې کار کېږي چې دا بند څنګه او په څومره اندازه لوړ شي څو زیاتې اوبه ذخیره کړي.»
دی وایي چې د دغو چارو د عملي کار د پيل په اړه دقیق معلومات نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP