کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي او غواړي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د عمومي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
متقي ویلي، اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسۍ او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي او غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل احترام، نه مداخلې او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې ولري.
هغه زیاته کړې چې د اوزبېکستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د دې څرګندونه کوي چې افغان حکومت د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمهییز تفاهم ملاتړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، بختیار سعیدوف د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې یې له ترسره کړوهڅو قدردانۍ وکړ.
هغه ویلي چې اوزبېکستان د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼي او باور لري چې د هر ډول مداخلې پر ځای باید د تفاهم، اقتصادي همکارۍ او متقابل اعتماد فضا پیاوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP