کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یوه کانال ته د تراکتور لوېدو پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني وایي چې دغه پېښه پرون د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې په سرپرېکړې سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې، یاد تراکتور چې د یوه کس ګډه پهکې بار وه، یوه کانال ته غورځېدلی چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP