ژبه

هلمند کې یوه کانال ته د تراکتور لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

توسط رضوان الله بلال

نوومبر 2, 2025 - 9:15 am

Views: 154

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یوه کانال ته د تراکتور لوېدو پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني وایي چې دغه پېښه پرون د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې په سرپرېکړې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، یاد تراکتور چې د یوه کس ګډه په‌کې بار وه، یوه کانال ته غورځېدلی چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.