Language

جوزجان کې د ۱۲ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې

شبرغان )پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د څه باندې پنځه میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ ښوونځیو او د دغه ریاست اړوند دوو اداري خونو د ترمیم چارو له پیلېدو خبر ورکوي.

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي لعل‌جان راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ښوونځي په تېرو کلونو کې یو څه ویجاړ شوي وو او زده‌کوونکو یې نه شوای کولای په خوندي او مناسبه فضا کې زده‌کړې وکړي.

د هغه په خبره، پر دغو پروژو څه باندې پنځه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د پوهنې وزارت له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې یادې پروژې به په راتلونکو دوو میاشتو کې د قراردادي شرکت له لوري بشپړې شي.

مولوي راشد وویل: «دغه ودانۍ په اساسي بڼه ترمیمیږي څو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر شي.»

په همدې حال کې، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د جوزجان د پوهنې ریاست د دغه اقدام ستاینه کوي او له پوهنې ریاست سره یې خپله همکاري څرګنده کړه.