ایبک (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د سمنګان په خُلم ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې دي، د بېړنیو مرستو غوښتنې ترڅنګ وايي، دوه شپې یې په ازاده فضا کې لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته تېرې کړې دي.
د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې مرکز یې د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې و او په کابل، بلخ. بدخشان، سرپل. سمنګان، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې یې هم ټکانونه حس شول.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت پرون په زلزلهځپلو ولایتونو کې د ژغورنې عملیاتو د پای رسېدو خبر ورکړ ویې ویل چې د راټولو شوو شمېرو له مخې، د دې پېښې په پایله کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۵۶ نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي سرچینې وايي چې د دې زلزلې له امله د دغه ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۳۲۹ نور ټپیان شوي او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي دي. اوس د دې ولسوالۍ ځینې زیانمن شوي خلک د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو د نشتوالي له امله اندېښمن دي.
د سمنګان د خلم ولسوالۍ اوسېدونکي قدرتالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې زلزله کې يې د کورنۍ اووه غړي ټپيان شوي، ټول کور يې نړېدلی او ټول شته یې تر خاورو لاندې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دوه شپې یې په ازاده فضا کې تېرې کړې، هیڅ خوب یې نه دی کړی او له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي څو بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.
په خُلم ولسوالۍ کې د زلزلې له امله یو بل زیانمن عزیزالله وویل: «د شپې چې زلزله وشوه، ډېره یوه خطرناکه شپه وه، ومی نه شو کولای پوه شم چې څه وکړم، ډېر شور و، پام مې شو کور کې درز کړی او د ځینې برخې یې نړېدلې دي او څو څاروي مې تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي.»
هغه زیاته کړه چې د یوه ګاونډي کور یې هم نړېدلی او د هغه د کورنۍ څو غړي تر کنډوالو لاندې وو.
هغه د دې په بیانولو سره چې په ولسوالۍ کې نږدې ټولو کورنیو ته زیان اوښتی، له حکومت او مرستندویه موسسو یې د بېړنیو مرستو، په ځانګړې توګه د خېمو، کمپلو او خوړو غوښتنه وکړه.
په سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د زلزهځپلو د وضعیت ارزونې او او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره یوه بېړنۍ ناسته شوې ده.
د سمنګان ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دې غونډه کې پنځه ټیمونه د سمنګان خُلم، فیروزنخچیر، حضرتسلطان، درهصوف او مرکز ایبک ته استول شول څو اوښتي زیانونه او اړتیاوې وارزوي.
د هغه په خبره، په دې ناسته پرېکړه شوې چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به د همکارو موسسو لومړنۍ مرستې اغېزمنو کورنیو ته ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو هېوادونو او ملي او نړۍوالو بنسټونو د هېواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو سره د مرستو ژمنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP