د خوست زلزلهځپلي: لا هم خېمو کې ژوند کوو، کورونه نه دي راته جوړ شوي
د خوست يو شمېر زلزلهځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.
د خوست يو شمېر زلزلهځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.
د پکتیکا د زلزلهځپلو ولسوالیو برمل، ګیان او زېړوک اوسېدونکي وايي، که څه هم له دوی سره په ځینو برخو کې مرستې شوې خو د بنسټیزو کارونو په برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته د سفر پر مهال له ځان سره ۵۳ میلیونه افغانۍ وړې، څو زلزلهځپلو ته د سرپناه جوړلو لپاره ورکړل شي.