ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا زلزله‌ځپلي وايي، له دوی سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې

د پکتیکا زلزله‌ځپلي وايي، له دوی سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې

author avatar
7 Dec 2022 - 13:58
د پکتیکا زلزله‌ځپلي وايي، له دوی سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې
author avatar
7 Dec 2022 - 13:58

ښرنه (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د پکتیکا د زلزله‌ځپلو ولسوالیو برمل، ګیان او زېړوک اوسېدونکي وايي، که څه هم له دوی سره په ځینو برخو کې مرستې شوې خو د بنسټیزو کارونو په برخه کې ورسره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.

خو چارواکي بیا وايي چې له زلزله‌ځپلو سره د میلیونونو افغانیو نغدو پیسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو او کورونو جوړولو برخه کې مرستې شوې دي.

شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د پکتیکا برمل، ګیان او زېړوک ولسوالۍ یوې زورورې زلزلې وځپلې چې له امله یې ۳۷۹ کسان مړه او ۱۶۵۷ کسان ټپيان شول، دغه راز یې ۱۱ زره ۶۲۵ کورونه ویجاړ کړل.

د دغو ولسوالیو زلزله‌ځپلي- چې ډېری یې لا هم په خېمو کې ژوند کوي- وايي، له دې پېښې وروسته یې ژوند سخت شوی او بنسټیزې مرستې نه دي ورسره شوې.

د ګیان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عمرجان پژواک خبري اژانس ته وویل، له زلزله‌ځپلو سره ژمنه شوې وه چې کورونه به ورته جوړېږي او د راتلونکي ژمي لپاره به د اړتیا وړ توکي ورکول کېږي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه: «موږ ته ویل شوي وو چې پاخه کورونه به راته جوړېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR په ګیان ولسوالۍ کې زر کورونه سروې کړل او د جوړولو لپاره یې ۶،۵ میلیون ډالر ځانګړي کړل، خو دا کار ونه شو.»

دی وايي، د ده په ګډون ډېری زلزله‌ځپلي اوس هم په خېمو کې ژوند کوي خو د کمپ ژوند سخت دی، هوا یخه شوې ده، ډېری ماشومان پر سینه‌بغل، روماتیزم او نورو ناروغیو اخته شوي دي.

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکی نورمحمد هم ورته شکایت کوي او وايي، په داسې حال کې چې له زلزله ځپلو سره بنسټیزې مرستې نه دي شوې، مرستندویې موسسې خپل فعالیتونه دروي او له دې ولسوالۍ وځي.

نوموړی پژواک اژانس ته وویل: «له موږ سره د کورونو جوړولو ژمنې شوې وې خو عملي شوې نه دي، موږ لا هم په دې سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کوو.»

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی رضا خان بیا وايي چې دوی ته کورونه جوړ شوي او نورې ډېرې مرستې هم ورسره شوې خو اوس تمه لري چې بنسټیز کارونه ورته وشي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولسوالۍ لارې ډېرې خرابې دي، مکتبونه او روغتونونه نه لرو، له دولت او موسساتو مو غوښتنه دا ده چې دغو برخو ته هم پام وکړي.»

خو د پکتیکا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي مطیع الله منصور وايي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې د استوګنې درې کمپونه جوړ شوي، له زیانمن شوو کورنیو سره د میلیونونو افغانیو نغدو پیسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو او کورونو جوړولو په برخو کې مرستې شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له زلزله‌ځپلو سره ۱۱۰ میلیون افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ۴۰ میلیون افغانۍ حکومت او ۷۰ میلیون افغانۍ موسسو وېشلې دي، دغه راز د شاوخوا زر ټنه اوړو، غوړيو، دالو او نورو خوراکي توکو ترڅنګ د خېمو، فرشونو، کمپلو، لوښو او نورو غیرخوراکي توکو مرستې هم ورسره شوې دي.»

دی وايي، په ګیان او برمل ولسوالیو کې د بېلابېلو بنسټونو له لوري د شاوخوا ۲ زره کورنو جوړولو ژمنه شوې وه چې له جملې یې له نیمايي ډېر جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د برمل ولسوالۍ په ډنګر لګډ سیمه کې د ۱۱۲۵ کورونو جوړولو چارې بشپړې شوې چې ۲۵ په کې د راشد خان بنسټ او پاتې نور د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR او د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM له لوري جوړ شوي دي؛ دغه راز په ګیان ولسوالۍ کې هم د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري د ۶۵ کورونو جوړولو چارې روانې دي.»

په زلزله‌ځپلو ولسوالیو کې د موسسو فعالیتونو درېدو په اړه نوموړي وویل چې د هوا د سړښت له امله ساختماني کارونه نه شي کېدای او موسسې اړې دي خپل کارونه ودروي.

خو ده یادونه وکړه چې که د ګیان ولسوالۍ خلکو د ښارګوټي لپاره ځمکه پر وخت معلومه کړې وای نو په جوړولو کې به یې ځنډ نه راته، په داسې حال کې چې په برمل کې د کورونو جوړولو چارې په بشپړېدو دي.

منصور خبر ورکړ چې په زلزله ځپلو سیمو کې په کمپونو کې د استوګنو ستونزو پر حلولو کار روان دی.

د ده په خبره، تر اوسه د ترکیې خیریه بنسټ/ IHH له لوري له دوی سره د ۲۶،۷ میلیون افغانیو د مرستې اعلان کړی له نورو سازمانونو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي.

برمل، ګیان او زېړوک د پکتیکا تر ټولو ډېرې غرنۍ ولسوالۍ دي چې پخوا یې هم اوسېدونکي له ستونزو سره مخ وو خو وروستۍ زلزلې نور هم وځپل چې اوس د بنسټیزو مرستو په تمه دي.

Visits: 101

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.