ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې زلزله‌ځپلي د خپلو کورونو بیارغولو غوښتنه کوي

تخار کې زلزله‌ځپلي د خپلو کورونو بیارغولو غوښتنه کوي

author avatar
26 Mar 2023 - 19:50
تخار کې زلزله‌ځپلي د خپلو کورونو بیارغولو غوښتنه کوي
author avatar
26 Mar 2023 - 19:50

تالقان (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): په تخار کې د وروستۍ زلزلې له امله یو شمېر زیانمن شوي خلک وایي، نږدي یوه اونۍ کېږي چې د استوګنې کورونه یې ویجاړ شوي دي، خو تر اوسه ورسره هیڅ ډول همکاري نه ده شوې.

د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکې او زلزله‌ځپلې مسلمه وایي: «د زلزلې نږدې یوه اونۍ وشوه، د کور دېوالونه مې ویجاړ شول، انګړ مې اوس په هیڅ لحاظ خوندي نه دی، خاوند مې بې‌وزله دی چې د بیارغولو توان یې نه لري.»

هغه زیاتوي، اوس له خپلو ماشومانو سره په یوه بې‌دېواله حویلۍ کې ژوند کوي او هره شېبه د یوې بدې پېښې رامنځته کېدو اندېښنه لري.

مسلمه وایي، تر اوسه یې له هیڅ مرستندویه بنسټ او حکومت څخه مرسته ترلاسه کړې نه ده، څو د خپلې حویلۍ بیارغولو لپاره اقدام وکړي.

د هغې په وینا، که د حویلۍ بیارغولو ته یې چې د تخار – بدخشان له سړک سره نږدې ده، پاملرنه ونه شي نو نه به د ورځې او نه هم د شپې له خوا له ځاني او مالي خوندیتوبه برخمنه وي.

د تخار یو بل اوسېدونکی حمیدالله چې په وروستۍ زلزله کې یې مالي زیان لیدلی وایي: «زلزله شوه، کور مو ویجاړ شو، د اقتصادي بې‌وزلۍ له امله یې د بیارغولو توان نه لرو، حکومت دې موږ ته پاملرنه وکړي.»

په ورته وخت کې، د تخار له طبعي پېښو سره د مبارزې رییس ملا احمدسیر ساجد وایي، تر اوسه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ځپل شوو کورنیو سروې بشپړه شوې نه ده، خو له موسسو سره په همغږۍ هڅې روانې دي څو په وروستۍ زلزله کې زیانمنو شوو کورنیو ته رسېدنه وشي.

هغه په یاد ولایت کې له سوداګرو او پانګه‌والو غواړي چې له زلزله‌ځپلو سره دې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د لاسته راغلو شمېرو له مخې، په تخار ولایت کې د استوګنې ۱۲۰ کورونه په وروستۍ زلزله کې ویجاړ شوي، یو شمېر کسان مړه او ټپیان او لسګونه څاروي هم تلف شوي دي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.