مزارشريف (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت د والي او د اوزبېکستان د چارواکو ترمنځ د يوې هوکړې پر بنسټ به د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو صادرات پيل شي.
د بلخ ولایت د مطبوعاتي دفتر وياند حاجي زيد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بلخ والي محمديوسف وفا او د اوزبېکستان د چارواکو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، اوزبېکستان ژمنه کړې چې د افغانستان تازه مېوې او ترکارۍ به واردوي او بيا به يې د هوايي دهلېز له لارې نورو هېوادونو لکه روسيې، چين او هند ته صادروي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اوزبېکستان د سرخاندريا والي د بلخ والي ته ويلي: «خپلو خلکو ته ډاډ ورکړئ، هر څوک چې ستاسو دروازه وتړي، موږ د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږو.»
هغه دغهراز د نورو توکو د وارداتو په اړه ډاډ ورکړی او ويلي يې دي: «هر مال چې ستاسو خلک زموږ هېواد ته واردوي، موږ به یې يا له تاسو څخه وپېرو او يا به يې له تاسو سره يو ځای نورو هېوادونو ته صادر کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي محمديوسف وفا تېره اونۍ د ازبکستان په رسمي بلنه د بلخ د يو شمېر دولتي ادارو له مسوولينو سره يو ځای ترمز ښار ته سفر کړی و او هلته يې د پولو د امنيت د پياوړتيا، د سوداګريزو او ډيپلوماټيکو اړيکو د پراخوالي، افغانانو ته د ويزې ورکړې، په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته او د هوايي شرکتونو، اورګاډي او کلتوري موضوعګانو له لارې د صادراتو او وارداتو د زياتوالي په اړه له ازبېک چارواکو سره خبرې کړې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP