Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

چاریکار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه وکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار یوه باروړونکي او کرولا موټرو د دغه ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د غوربند په «چهارده» سیمه کې ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پیښه کې په کرولا موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، ټپيان لومړی د غوربند کلينيک او وروسته د پروان ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې دواړه موټرچلوونکي د ترافیکو ریاست په توقیف کې دي او د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د کرولا موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي د پېښې لامل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.