کندهار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د کندهار سپینبولدک پر عمومي لار، د تختهپل ولسوالۍ مربوطاتو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت د ډیجیټلي مالیاتي دروازې جوړولو چارې پیل شوې.
یاده مالیاتي دروازه د زلمي په نوم یوه خصوصي شرکت او د ټرانسپورټ وزارت له لوري د تختهپل ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې پر لس جریب ځمکه جوړېږي چې چارې به یې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یاد شرکت مسوول محمدداوود قادري وایي، دا دروازه په معیاري او عصري ډول جوړېږي او موټرچلوونکو ته به پهکې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
هغه زیاته کړه: «په دې پروژه کې اته دروازې، اداري ودانۍ، اته سړکونه او نور اړین تاسیسات جوړېږي، دا پروژه زموږ او د وزارت په شراکت عملي کېږي چې له پلې کېدو سره به یې د موټرچلوونکو چارو ته ډیجیټلي اسانتیاوې برابرې شي.»
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال مولوي عبداسلام حیدري په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۴۶ پروژې روانې دي چې پهکې د مالیاتي دروازو، ترمینلونو او هوايي ډګرونو ساختماني چارې شاملې دي.
هغه وویل، ټولې روانې پروژې د خلکو د هوساینې او اسانتیا لپاره عملي کېږي او د لګښت اندازه یې له راټوليدونکو عوایدو څخه زیاته ده.
هغه زیاته کړه: «موږ دا پروژې د خلکو د خدمت لپاره پلې کوو، د عوایدو ډېره برخه بېرته د خدماتو او اسانتیاوو په وړاندې کولو لګېږي، نو له خلکو مو هیله ده چې زموږ له چارو سره پوره همکاري وکړي.»
د یادونې ده، د دې نوې مالیاتي دروازې مالي لګښت د خصوصي شرکت له خوا ورکول کېږي؛ د تړون له مخې، شرکت به د پروژې له بشپړېدو وروسته یوولس کاله د دې دروازې عواید راټولوي او له هغه وروسته به یې د ترانسپورټ له وزارت سره په ۵۰ سلنه ونډه شریکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP