کندهار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د میوند ولسوالۍ په توري سیمه کې د یوه فلډر موټر او بار وړونکي ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، په فلډر موټر کې د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی وایي، پېښه د موټرو د تېز سرعت له امله رامنځ ته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP