Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي پراختیایي بانک په کابل کي د زړه ناروغیو د درملني سل بستریز روغتون جوړوي

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي، اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې سل بستریز معیاري روغتون جوړوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پالیسۍ معینیت د پرلپسې هڅو او اغېزمنو بحثونو په پایله کي اسلامي پراختیایي بانک په بشپړ ډول دې ته چمتو شوی چې یاد روغتون جوړ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنيدو راهیسي د روغتیا په برخه کي دا لومړنۍ ستره او بنسټیزه پروژه ده چي د مالیې وزارت د فعاله هڅو په پایله کي د اسلامي پراختیایي بانک له لوري علمي کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه روغتون په کابل ښار کې جوړيږي او ۲۴ میلیون امریکایي ډالره لګښت پرې راځي.

سرچینه زیاتوي، یاده پروژه له اړوندو امارتي ادارو سره شریکه شوې ده چي اوسمهال د مالیې وزارت، اسلامي پراختیایي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو امارتي ادارو د ټاکل سوو ګډو کمېټو له لوري یې د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین چاري پیل شوې چي د شپږو میاشتو په موده کي به بشپړې شي

مالیې وزارت لیکلي، د دې معیاري روغتون په جوړېدو سره به د زړه ناروغانو درملنه په کور دننه په کم لګښت سره کېږي او همداراز به په دې روغتون کي د تخصصي زده‌کړو اسانتیاوي هم برابري شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.