میمنه (پژواک، ۲۰ عقرب ۱۴۰۴): د فاریاب په شېرین تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
له لسو کلونو دښمنۍ وروسته د فاریاب د شېرینتګاب ولسوالۍ په خواجه اسحاق کلي کې د خوښۍ اوښکې توی شوې او سوله وشوه؛ دا هغه کلی دی چېرته چې د نورخېل قوم دوو کورنیو د دښمنۍ تر سیوري لاندې ژوند کاوه، دوی د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د فاریاب د والي په منځګړیتوب په یوې ناسته کې سولې ته غاړه کېښوده.
د یادو دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ رامنځته کېدو لامل څه و؟
مولوي معاذالله چې د شېرینتګاب ولسوالۍ د خواجه اسحاق کلي یو عالم دی، په دې اړه پژواک ته وویل، لس کاله مخکې د ملا دلاغا او عبدالجبار په نومونو دوه کسان د ناپېژاندو کسانو له لوري ووژل شول او همدا پېښه د نورخېل قوم د دوو کورنیو ترمنځ چې خپلوي هم لري، د دښمنۍ لامل شوه.
نوموړي وویل، دوه کاله مخکې هم د نوخان په نوم د همدغه قوم یو بل کس د لارې پر سر ووژل شو چې دې پېښه د دواړو کورنیو ترمنځ شک او بدګوماني زیاته او دښمني یې نوره هم شدیده شوه.
د هغه په وینا، عالمانو، سپینږیرو او قومي متنفذینو په دوامدارو هڅو له دواړو لورو سره خبرې وکړې او پرته له هيڅ ډول شرط یا دیت ورکولو یې دواړو لورو ته د تفاهم او سولې زمینه برابره کړه او د نورې وینې بهيدنې مخه یې ونیوه.
یو قومي متنفذ: که دا سوله نه وای شوې، ښايي دې دښمنۍ کلونه نور هم دوام موندلی وای او نور کسان هم پکې وژل شوي وای
د سیمې یوه مخور غلامحیدر منصوري وویل، د والي، د فاریاب د عالمانو شورا د رییس او د سیمې د سپینږیرو په بلنه یې د دواړو کورنیو ترمنځ د ناستې او سولې زمینه برابره کړې ده.
منصوري د دې دښمنۍ پر پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، که د سیمې مشرانو مداخله نه وای کړې او دواړه خواوې یې سولې ته نه وای رابللې، ښايي دې دښمنۍ څو نور کلونه هم دوام کړی وای او نور کسان به هم وژل شوي وای.
نوموړي زیاته کړه، د والي مولوي عبدالاحد فضلي او د فاریاب د عالمانو شورا د ريیس شیخ عبدالجلیل شهیدخېل شتون د کینې ختمېدو او د دواړو لورو ترمنځ د ملګرتیا د پیاوړي کېدو لامل شو.
د هغه په باور، هغه خوند چې په بښنه او سولې کې دی، په بل هيڅ شي کې نشته.
دیني عالم: د رښتیني مسلمان صفت دا دی چې کله ظلم پرې وشي، بښنه کوي
بلخوا، د فاریاب د عالمانو شورا رییس شیخ جلیلالرحمن شهیدخیل وايي: «په هېواد کې ۴۶ کلنه جګړه د اختلافاتو او دربدرۍ لامل شوې، ډېری خلک ناحقه وسوځېدل چې یو څرګند مثال یې د شیرینتګاب د نورخیل قوم درې تنه شهیدان دي، هغه کسان چې شهیدان کېږي، په حقیقت کې ژوندي وي خو ښځې، یتیمان، قوم او نسلونه یې زیانمن پاتې کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، د رښتیني مسلمان ځانګړنه دا ده چې کله ظلم پرې وشي، بښنه وکړي، ناحقه وینه بهيدنه دروي، دښمني پر دوستۍ بدلوي او دا ډول اشخاص به د قیامت په ورځ د خدای تعالی د بښنې او د رسول الله (ص) د شفاعت تر سیوري لاندې وي.
هغه زیاته کړه، هغه مجلسونه چې د سولې، ورورولۍ او اتفاق لپاره جوړېږي، د بدبختۍ صحنه په دوستۍ بدلوي، د خدای رحمت پرې نازلېږي او له نورو مجلسونو څخه توپير لري.
د هغو کورنیو غړي چې سوله یې وکړه
محمدخان چې له دوو کونیو څخه د یوې غړی دی وايي، دا چې د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده او سوله یې وکړه، خوښ دی.
هغه پژواک ته وویل: «مقابل لوری رانه پردی نه دی، هغوی زموږ خوریان دي، بد په بد نه حل کېږي، باید بښنه وکړو.»
بلخوا، سعادتګل چې د بل لوري یو غړی دی وايي، دا چې د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده، خوشحاله یم خو له مرکې کولو یې ډډه وکړه.
دغهراز، د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي چې د دواړو کورنیو د سولې په مراسمو کې حاضر و وویل: «په دغه ولایت کې د قومونو ترمنځ دښمنۍ زیاتې دي چې ډېری یې څه باندې ۲۰ تر ۳۷ کلونه مخینه لري.
هغه زیاته کړه، له کله راهیسې چې هغه د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی، هڅه یې کړې چې د علماوو او سپینږیرو په منځګړیتوب د خواجه سبزپوش، خواجه ناموسي، چهلګزي، بلچراغ او کوهستان ولسوالیو کې څو دښمنیو ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي زیاته کړه، د قومونو او کورنیو ترمنځ د دښمنۍ اساس د هېواد اوږدې جګړې دي چې د دې لامل شوې چې خلک له علم او پوهې بېبرخې پاتې شي او د بېارزښته موضوعګانو پر سر یو بل سره ونښلي او یو بل ووژني.
هغه په د سولې په برخه کې د خواجه اسحاق کلي د عالمانو، سپینږیرو او قومي مشرانو له هڅو مننه وکړه او و یې ویل: «زه ډېر خوشحاله یم چې دې دوه کورنیو له لس کلنې دښمنۍ وروسته سوله وکړه او یو بل یې غېږ کې ونیول. زه خوشحال یم چې دا سوله زما په کور کې شوې ده.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP