خوستښار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۴): خوست کې يو شمېر ځوانانو د دغه ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې د هېواد د پرمختګ او په ټولنه کې د شته نفرتونو د له منځه وړو لپاره بايد د دوی له انرژۍ سالمه ګټه پورته شي.
هغوی دا څرګندونې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې له ولايتي مسوولينو سره د ځوانانو د همغږۍ او مشورو په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د غونډې یوه ګډونوال رشيدالله همدرد وویل، د کاري فرصتونو نشتوالي له امله د هېواد ډېری لوستي ځوانان يا په کور ناست دي او يا هم انساني قاچاق ته مجبورېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ځوانانو له انرژۍ دې سالمه ګټه واخيستل شي.
هغه وويل: «زموږ ځوانان د کاري فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي، دا ستونزه نه يوازې چې په خوست، بلکې په ټول افغانستان کې شايد په نوره نړۍ کې هم و اوسي. ځوانان د ټولنې اساسي انرژي ده، د دوی له انرژۍ بايد استفاده وشي.»
د غونډې يوه بل ګډونوال سخي مرجان وياند په خپلو خبرو کې وويل، د ټولنې د نورو برخو ترڅنګ د حکومتدارۍ په جوړولو کې هم د ځوانانو رول ډېر مهم دی.
هغه زیاته کړه چې د اوسني حکومت په اډانه کې بايد له اوسني عصر سره سم تکړه او مستحق ځوانان په مهمو او کليدي بستونو کې وګومارل شي او پر هغوی باور وشي.
دی وايي: «ځوانان په ټولنه، په ځانګړي ډول په حکومتولۍ کې ډېر مهم رول لري؛ ځکه هغوی نوې انرژي لري، نوي علوم یې زده کړي، د يووېشتمې پېړۍ اړتیاوې ورسره په ذهن کې دي او هغه اړتیاوې چې ټولنه یې لري، دوی پوره کولای شي.»
د دې غونډې يو بل ګډونوال قيامالدين مندوزي بيا په خپلو خبرو کې د بېکارۍ د کموالي، لویو اقتصادي او رغنیزو پروژو د تطبیق ترڅنګ په سیمهییزه کچه د شخصي او قومي ستونزو د حل په تړاو هم د حکومت په هڅو ټینګار وکړ.
هغه د خوست والي ته په خطاب کې وويل: «د خوست ځوانان د دې وړتيا لري چې ستاسو ته خدمت وکړي. والي صاحب خوست ډېر ښايسته، ډېر لايقه او بااستعداده ځوانان لري چې که چېرته کاري فرصتونه د دوی لپاره ايجاد شي، انشاالله چې دوی به ښه ثابتېږي.»
بلخوا، د خوست والي مولوي عبدالله مختار چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و، خپلو خبرو کې وويل چې د حکومتولۍ په جوړولو کې د ځوانانو پر رول باور لري او د اسلامي امارت هڅه دا ده چې له ځوانان سالمه ګټه واخلي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه چې په ولايتي کچه به ځوانانو ته د دې زمینه برابره کړي څو له حکومت سره په ګډه مهمو موضوعاتو کې د تصمیمنیونې مسوولیت ولري.
هغه زياته کړه: «که په تېر کې هر څه شوي، هغه د دښمن د دسيسو نتيجه وه، د هغوی د رنځونو نتيجه وه، د هغوی د نفاق او فساد نتيجه وه چې خپل افغانان يې خپل مابين کې سره ونښلول او دلته هغه څه وشول چې وشول. له دې وروسته موږ يو افغانان يو، د يوې ژبې، د يو فکر، د يوه لسان، د يوه کلتور، د يوه وطن او د يو ارمان خاوندان يو.»
د خوست والي دغهراز غونډې ته وويل، ځوانان د راتلونکي لپاره بايد شريک تصميم ونيسي او د شريک تصميمنيونې لپاره د ځوانانو پر مخ د دوی دروازې هر وخت پرانيستې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP