Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې ۱۲۲ ښوونځي لا هم ودانۍ نه ‌لري؛ «د معیاري چاپېریال نشتوالی زده‌کړې او د زده‌کوونکو روغتیا اغېزمنوي»

شبرغان )پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): جوزجان کې زرګونه زده‌کوونکي په کرایي کورونو، خېمو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي؛ کارپوهان د ماشومانو د زده‌کړو پر کیفیت او روغتیا د ودانیو نشتوالي د منفي اغېزو په اړه خبرې کوي او د پوهنې ریاست وايي، ټولو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو معیاري چاپېریال برابرېدو لپاره هڅې روانې دي.

یاد کارپوهان وايي چې د زده‌کړو مناسب او معیاري چاپېریال نه یوازې د زده کولو تمرکز او انګېزه ډېروي، بلکه د زده‌کوونکو بدني روغتیا هم خوندي کوي.

زده‌کوونکي: موږ ته دې ټولګي، مېزونه او څوکۍ برابر شي

په جوزجان کې د یو شمېر ښوونځيو زده‌کوونکي د ودانیو نشتوالي له امله په خېمو کې زده‌کړې کوي چې له امله یې زده‌کوونکي د کال په بېلابېلو موسمونو کې له ستونزو سره مخ وي.

د شبرغان ښار په یوه څنډه کې د یوه ښوونځي د یوه ټولګي زده‌کوونکي په ازاده فضا کې پر غوړېدلي فرش ناست دي او زده‌کړې کوي.

د یاد ټولګي یوه زده‌کوونکي نهه کلن فرید چې د خپل ښوونکي هره کلمه یې لیکله، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، که څه هم په ازاده فضا کې درس لوستل ډېرې ستونزې لري، خو د دوی د درس خنډ نه کېږي.

هغه وايي: «موږ ته دې ټولګی جوړ شي، څوکۍ او مېزونه دې راکړل شي.»

په شبرغان ښار کې د «پیرمزید» منځني ښوونځي یو زده‌کوونکی ساحل چې په پنځم ټولګي کې درس وايي، له هیلو په ډکو سترګو یوې زړې خېمې ته په اشاره وویل: «موږ تر همدې زړې خېمې لاندې درس وایو، په ګرمه او سړه هوا کې، باد او باران کې، ډېر په تکلیف یو، خو غیرحاضري نه کوو؛ ځکه له درسونو پاتې کېږو.»

ساحل خپل یخ وهلي لاسونه په خپلو لسټونو کې پټ کړي، ویې ویل: «هوا سړه ده، ډېر یخ مې کېږي.»

د یاد ټولګي یوه بل زده‌کوونکي صابر وویل، په هيڅ ډول شرایطو کې له درس ویلو لاس نه اخلي، خو که مناسبه ودانۍ ورته جوړه شي، ټول زده‌کوونکي به په ډېرې لېوالتیا خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

د زده‌کوونکو میندې او پلرونه هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو غوښتنه کوي

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی قاري عزیز وايي: «د ودانۍ نشتون له امله زموږ ماشومان د اوړي په ګرمو او د ژمي په سړو ورځو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ډېری وخت ناروغېږي.»

ورته مهال، په شبرغان ښار کې یوه قومي مشر عبدالغفار وویل: «کلونه کېږي چې زموږ ماشومان تر خېمو لاندې یا په ازاده فضا کې درس لولي، په تېرو حکومتونو کې د ښوونځیو جوړولو ته پاملرنه نه وه شوې، خو الحمدالله په وروستیو کلونو کې دې برخې ته پاملرنه شوې او د ښوونځیو جوړول دوام لري، هیله لرو چې دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وشي.»

د ښوونیزو او روغتیايي چارو پوهان: په خېمو او ازاده فضا کې تدریس د زده‌کړو بهیر او د زده‌کوونکو روغتیا اغېزمنوي

په جوزجان کې د تعلیمي او روغتیايي برخو ځیني کارپوهان خبرداری ورکوي چې د معیاري ټولګیو نشتوالی، په ازاده فضا کې تدریس او چاپېریالي ککړتیا د زده‌کوونکو د زده‌کړو کیفیت ټیټوي او د هغوی جسمي او رواني روغتیا ګواښي. هغوی له دولت او نړۍوالو بنسټونو د زده‌کړو معیاري چاپېریال، د ښوونځیو د تجهیز او د مناسبو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.

جوزجان کې د پوهنې برخې یو کارپوه استاد سخي‌داد قیومي وايي، زده‌کوونکو ته په ازاده فضا یا خېمو کې درس ورکول، د تدریس د کیفیت برخه کې یوه ستره ستونزه ده او د زده‌کړو بهیر ګډوډوي.

د هغه په باور، هر څومره چې ښوونیز چاپېریال پر معیاري او د اړتیا وړ وسایلو سمبال وي، په هماغه اندازه زده‌کوونکي په مینه او لېوالتیا درس وايي او ښه یې زده کوي او هر څومره چې چاپېریال نامناسب وي، په هماغه اندازه د زده‌کوونکو پر درسي بهیر او رواني حالت منفي اغېز کوي.

هغه وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره لازمه ده چې اسلامي امارت او نړۍوال سازمانونه د معیاري ټولګیو او د زده‌کړو د عصري تجهیزاتو برابرولو لپاره لازمې سرچینې برابرې کړي.

په همدې حال کې، په شبرغان ښار د «صحت» خصوصي روغتون یوه ډاکټر لقمان بېک وویل: «که موږ پوه، وړ او پر ځان باوري نسل وروزو، نو باید له هر څه مخکې یې د زده‌کړو د چاپېریال کیفیت ته پام وکړو؛ یعنې پر مېز، څوکۍ او … سمبال ټولګي چې په یوه ښوونیز چاپېریال کې اړین دي، چمتو کړو، داسې ټولګی وي چې شور ماشور نه وي په‌کې او د هوا د تصفیې سیسټم ولري.»

هغه وايي: «که درسي ټولګی نه وي، که ټولګی په ازاده فضا یا خېمه کې وي، یا هم درسي چاپېریال نامناسب وي؛ هغه که د هوا یا غږیزه ککړتیا او یا هم فزیکي ککړتیا وي، د زده‌کوونکي د تمرکز، زده‌کولو انګېزه او جسمي او رواني وضعیت په مستقیم ډول تر اغېز لاندې راولي.»

هغه هم له حکومت، ملي او نړۍوالو همکارو بنسټونو وغوښتل چې پء مجهزو وسایلو سمبال ښوونیزو ودانیو جوړولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د جوزجان د پوهنې ریاست: په تېرو څلورو کلونو کې ۱۵۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې یا بیارغول شوې دي

د جوزجان د پوهنې رییس مولوي لعل‌جان راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړۍ په دغه ولایت کې د فعالو ۳۶۵ ښوونځیو له ډلې ۱۲۲ یې ودانۍ نه لري چې زده‌کوونکي یې په کرايي کورونو، خېمو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي. د دغو ښوونځیو د زده‌کوونکو شمېر ۲۵ زره او ۷۵۴ ته رسېږي.

خو هغه څرګنده نه کړه چې له دې ډلې د څومره ښوونځيو زده‌کوونکي په ازاده فضا، د څومره په کرايي کورونو او څومره نور په خېمو کې زده‌کړې کوي.

هغه وايي چې دغه ریاست د یادې ستونزې د هواري هڅې کوي او له ۱۴۰۱ کاله تر اوسه یې د همکارو موسسو او د پوهنې د مینه‌والو په مرسته ۱۵۰ ښوونځیو ته یا نوې ودانۍ جوړې کړې او یا یې هم ترمیم کړې دي.

هغه د بېلګې په ډول وویل چې په دې وروستیو کې یې د ۱۷ ښوونځیو ودانیو د بیارغونې چارې چې مخکې ویجاړ شوي وو، پیل کړې دي او دغه راز دوه ورځې مخکې د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د «چیدره» منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

هغه زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو د ترمیم بودجه د پوهنې وزارت له لوري ورکړل شوې او د بیارغولو کار به یې د قراردادي شرکت له لوري په دوو میاشتو کې بشپړ شي چې په دې سره به څه باندې ۱۰۰۰ زده‌کوونکي د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.