Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست سوداګرو له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو له پرېکړې ملاتړ وکړ

خوستښار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): په خوست کې یو شمېر سوداګرو او صنعت‌کارانو د دغه ولایت له مسوولینو سره په لیدنه کې له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدو له پرېکړې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دغو سوداګرو او صنعتګرو په خپلو خبرو کې ویلي چې اوس افغانان د صادراتو او وارداتو لپاره بديلې لارې لري او له پاکستان سره د سوداګرۍ بندېدل به پرې هيڅ مفني اغېز ونه لري.

د دغه ولايت يوه سوداګر انور افغان ځدراڼ وويل چې پاکستان تل د سوداګرۍ له لارو سياسي ګټه اخيستې او هر وخت يې چې خوښه شي، د افغان سوداګرو پر مخ يې تړي.

د نوموړي په خبره، دوی د اسلامي امارت له هغې پرېکړې کلک ملاتړ کوي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د پای رسولو برخه کې يې کړې ده.

ده وويل: «دا تجاران پردي خلک نه دي، دا د افغانانو بچيان دي، دا لګيا دي د مختلفو هېوادونو سره قراردادونه کوي، يو څو ورځې به يو څه مفني تاثير ولري خو له هغه وروسته به زموږ هېواد ټول له توکو ډک وي او موږ نورې بديلې لارې پيدا کړې دي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اونۍپه کابل کې په یوه غونډه کې له صنعتګرو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې له نورو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي او که دغه کار ونه کړي نو د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هيڅ ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

ملا برادر وايي، دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سياسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ شو چې پورتنۍ پرېکړه وکړي.

د خوست يو بل سوداګر او د افغانستان د جلغوزيو سراسري اتحاديې غړی نورګل منګل هم خپلو خبرو کې د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونيت له يادې پرېکړې کلک ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دا به د اقتصادي پياوړتيا برخه کې تاريخي اقدام وي.

هغه زياته کړه: «زموږ ټول ارمانونه ورسره پوره شول له دې پرېکړې سره. دا بندرونه يوه ورځ بند يوه ورځ خلاص وي. لومړی زموږ د جلغوزيو صادرات چې په غيرقانوني توګه به پاکستان ته تلل، اوس يو کيلو هم نه ځي، اوس موږ ته د صادراتو لپاره تاريخي لارې بيا راژوندۍ شوې، اوس زموږ تاجکستان او اوزبېکستان سره ځمکنی ترانسپورټ ډېر ښه روان دی

په همدې حال کې د خوست والي مولوي عبدالله مختار له يادو سوداګرو او صنعتګرو سره په ليدنه کې وويل چې حالاتو ته په کتو د اسلامي امارت ياده پرېکړه له غيرت او همت څخه ډکه ده او دوی يې کلک ملاتړ کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې سوداګر او صنعتکاران هم له يادې پرېکړې ملاتړ ته راوبلل او دغه راز يې له هغوی غوښتنه وکړه چې په خپل ولايت کې پانګونه وکړي.

دی زياتوي: «خوست چې يوه بهترينه جغرافيه او شرايط لري، نو له ټولو سوداګرو مو غوښتنه دا ده چې دلته د پانګونې لپاره راشي. موږ کوشش کوو چې امکانات ورته برابر کړو، فرصتونه ورته ايجاد کړو او دوی دې د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمينه مساعده کړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.