Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: سږ کال مو پکتیکا کې د څه باندې سلو جبري ودونو او نکاح‌ګانو مخنیوی کړی

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): د پکتیکا د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د ۱۰۸ جبري ودونو او نکاح‌ګانو مخنیوی کړی او د امارتي منسوبینو په اړه د خلکو له لوري ټول ۱۴۱ شکایتونه شوي چې له ډلې یې ۱۱۷ ته رسېدنه شوې ده.

د پکتیکا د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو رييس مولوي رحمت‌الله محق وویل چې د روان کال په اوږدو کې دغه ریاست د مېرمنو د حقونو او ملاتړ برخه کې شاوخوا ۶۳۱ قضیې ثبت او د شرعي او انساني حقونو په رڼا کې حل کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو قضيو په لړ کې د دغه ریاست د محتسبینو له لوري د شاوخوا ۱۰۸ جبري ودونو او نکاح مخنیوی شوی دی.

د نوموړي په خبره: «د زناناوو اړوند ټولې شاوخوا ۶۳۱ قضیې حل شوې چې په هغو کې ۱۰۸ د جبري نکاح قضیې دي، ۳۴۵ د کورني تاوتریخوالي او ۱۷۸ قضيې د میراث د حقونو په اړه حل شوې دي.»

مولوي رحمت‌الله محق دغه‌راز وايي، دغه ریاست د ټولنې د اصلاح او د هر ډول غیر شرعي کړنو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

هغه وویل: «له ټولو مو دا هیله ده چې له دې ډول کړنو مخنیوی وکړو، موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې دغه ډول کارونه ترسره کړي؛ ځکه دا منکرات دي او د امربالمعروف ریاست په دې کې پوره کوشش کوي چې د منکراتو مخنیوی وکړي.»

د پکتیکا د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو رییس وايي، په دې موده کې د امارتي منسوبینو په اړه د خلکو له لوري ټول ۱۴۱ شکایتونه ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۱۷ ته رسېدنه شوې او پاتې نورې قضیې تر څېړنې لاندې دي.

هغه زياته کړه: «د امر بالمعروف ریاست کې ټول ۱۴۱ شکایتونه ثبت شوي چې په کې ۱۱۷ شکایتونه حل شوي او هر چا ته خپل حق رسېدلی او ۲۴ شکایتونه تر جریان لاندې دي او کوشش کوو چې هغو ته هم حل‌لارې پیدا کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم په پکتیکا ولایت کې د امر بالمعروف ریاست له لوري یوه نجلۍ له جبري نکاح ژغورل شوې وه چې ۱۷ کاله مخکې یوه ځوان ځان ته د په نوم کولو لپاره  ډزې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.