Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ غونډه وشوه

هرات (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): نن په هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ، د فلسطین د مقاومت د پیغام روښانه کولو او د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا په موخه لویه غونډه ترسره شوه.

د دغه پروګرام یوه تنظیموونکي عبدالعزیز حفیظ وویل، دا غونډه د غزې د ناورین د اړخونو څرګندولو او د فلسطین د مقاومت پیغام د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ځوان نسل ته د لېږدولو لپاره نوې هڅه ده.

هغه زیاته کړه چې د غزې د خلکو له درد او مقاومت څخه خبرېدل باید په یوه عملي اقدام بدل شي او اسلامي امت دنده لري چې د فلسطین مظلومانو غږ ژوندى وساتي او د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

دغه‌راز، مولوي عبدالرووف مخلص چې د هرات پوهنتون یو استاد دی، په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د فلسطین موضوع د مسلمانانو لپاره یوازې سیاسي بحث نه دی، بلکې ژوره دیني او اعتقادي رېښه لري.

مخلص وویل چې د قدس په اړه بې‌پروایي د اسلامي امت د یوه اساسي مسوولیت په اړه بې‌پروايي ده او لیدلوري باید یوازې د همدردۍ له سطحې ورتېر شي او د مقاومت د ملاتړ لپاره په عملي ژمنتیا بدل شي.

دغه‌راز، د دغه پروګرام ګډونوالو هم د خلکو پراخ ګډون د غزې له مظلوم ولس سره د ټولنې د ژورې همدردۍ نښه وبلله.

دوی وایي چې په دې غونډه کې د خلکو پراخه ګډون ښيي چې د هرات ولس د غزې له خلکو سره ولاړ دی او د فلسطین ملاتړ یو وجداني، انساني او ایماني مسوولیت دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.