کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر کابل کې له تاجکستاني پلاوي سره لیدلي او دواړو لورو د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره - چې ملتیا یې د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر میرزا زاده عبدالواحد کوله - وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې.
نوري ویلي: «دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري.»
هغه ویلي، اسلامي امارت د انساني او مخدره توکو له قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او په دې اړه د مشرتابه له لوري فرمانونه هم صادر شوي دي.
نوري دغهراز ویلي، د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هېوادونو د ثبات او امنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د راغلي پلاوي په استازیتوب عبدالواحد ویلي، افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي.
هغه ویلي، تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې پراخه کړي.
ده هیله څرګند کړې چې تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP