فراه (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې یو سړی د خپلې مېرمنې د وژلو او د لور د ټپي کولو په تور نیول شوی دی.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي محمدنیسم بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ امنیتي او کشفي امنیتي ځواکونو د محمدصادق په نوم یو کس د دې ولسوالۍ په «هک» کلي کې نیولی دی.
د هغه په خبره، محمدصادق پر دې تورن دی چې پرون یې خپله مېرمن د چاقو په وسیله وژلې او ماشومه لور یې ټپي کړې ده.
بدري زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او تورن کس یې نیولی دی.
د هغه په خبره، نیول شوی کس د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP