Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست ته ودانۍ جوړه شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست لپاره د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې لوی ريیس ملا نورالدین ترابي نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې یادې ادارې سږ کال د هېواد په کچه په پنځو ولایتونو کې خپلو ریاستونو ته نوې ودانۍ جوړې کړې چې د میدان‌وردګو ولایت هم په‌کې شامل دی.

هغه زیاته کړه: «موږ په راتلونکي کال کې پلان لرو چې په نورو ولایتونو کې هم دا ډول ودانۍ جوړې کړو، څو خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شي او په بېړنیو حالاتو کې یې لاسنیوی وشي.»

ورته مهال، د میدان‌وردګو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ريیس مولوي فیض‌الله جلالي وویل چې دغه درې پوړیزه ودانۍ په معیاري ډول پر دوه جریب ځمکه جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، لومړی پوړ یې ګودامونه لري او پاتې دوه نور پوړونه یې اداري خونو ته ځانګړي شوي، څو ولسونو ته په طبیعي او غیرطبیعي حالاتو کې خدمتونه په ښه ډول وړاندې شي.

د نوموړي په خبره، پر یاده ودانۍ ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له لوري ورکړل شوی دی.

د هغه په خبره، مخکې له دې یادي ادارې ودانۍ نه درلوده او خپلې اداري چارې یې په یوه کرایې ځای کې مخې ته وړې.

باید وویل شي چې په دغه ولایت کې یو شمېر نورې دولتي ادارې هم تر اوسه خپلې ودانۍ نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.