Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې شپږنیم زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۵۳۲ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۲۰۰ کورنۍ چې ۶۵۳۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند بهرا‌مچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۱۴۹۲ راستنې شوې کورنۍ چې ۷۶۹۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۳۸۷ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۲۹۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه  ۲۱۰۲ کورنۍ چې ۱۱۸۵۵ کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.

عرفانیار

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.