Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلمي خلیل‌زاد د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم تازه بریدونه غندلي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم تازه هوايي بریدونه غندلي او ويلي یې دي، د ملکي وګړو په نښه کول او د پراخې جګړې رامنځته کېدو احتمال نه شي کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «تېره شپه ۱۲ بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ پر مغلګي سیمه د پاکستان یرغلګرو ځواکونو د ولایت‌خان په نوم د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې له امله یې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه ښځه شهیدان شوي او کور یې ویجاړ شوی دی.»

د هغه په وینا، په کونړ او پکتیکا کې هم هوايي بریدونه شوي چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي او دوو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان د پوځي رژیم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملکي وګړو په نښه کول او د پراخې جګړې د رامنځته کېدو احتمال د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی. صبر، زغم او واقعي‌بینانه ډیپلوماسي تر ټولو غوره لار ده.

نوموړي زیاته کړه، داسې راپورونه شته چې ډېر ژر به د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد او ښایي کابل ته سفر وکړي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې هوکړې لپاره هڅه وکړي؛ داسې هوکړه‌ چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمنه وکړي چې کسانو یا ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې خپلې خاورې د یو بل د امنیت تهدید لپاره وکاروي.

د خلیل‌زاد په وینا، په دې هوکړه ښایي د یوه عملیاتي یا نظارتي دفتر جوړول هم شامل وي چې ښايي په انقره کې فعال شي او کارکوونکي یې له ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان څخه وي. د دغه مرکز دنده به یوازې څارنه نه وي، بلکې د شکایتونو او د سرغړونو د ادعاوو په صورت کې به د ستونزو د حل مسوولیت هم لري.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی وايي: «زه له دغه نوښت څخه هرکلی کوم او له دواړو هېوادونو، افغانستان او پاکستان څخه غواړم چې له دغه بهیر سره همکاري وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.