Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: اسلامي امارت به په مناسب وخت کې پاکستان ته لازم ځواب ورکړي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): اسلامي امارت پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان په‌کې شهیدان او دغه‌راز په کونړ او پکتیکا کې هوایي بریدونه شوي چې په‌کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا دغه بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړۍوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.

هغه لیکلي: «د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينګلتيا او د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایۍ او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای.»

ده زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.