نیلي (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): دایکنډي کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ټيټ کيفيت په اړه د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وايي چې د دایکنډي په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي دي.
پژواک خبري اژانس د زمري په ۲۴مه یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکو ویلي وو، د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو نشتوالي او یا ټیټ کيفیت د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی، ان دا چې د ټکنالوژۍ په دې عصر کې هم ډېری خلک اړ دي د یوې عادي ټیلیفوني اړیکې لپاره څو کیلومتره لار پیاده ووهي او غرونو او غونډیو ته وخېژي.
د دغه راپور له خپرېدو وروسته، د اترا ادارې عمومي رییس مولوي سید براتشاه اغا ندیم د روان کال د زمري په ۳۰مه د مخابراتي شبکو د وضعیت ارزونې په موخه دایکنډي ته ولاړ او د دغه ولایت له والي او د مخابراتي شبکو له استازو سره یې په جلا جلا لیدنو کې د ستونزو د حل او د خدمتونو د ښهوالي پر لارو چارو خبرې وکړې او د ۱۹ نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر یې ورکړ.
د دایکنډي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست عمومي مالي او اداري مدیر نعمتالله جیدزاده نن وویل چې د دغه ولایت په بېلابېلو او محرومو سیمو کې لس نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي چې دا مخابراتي خدمتونو ته د دایکنډي د اوسېدونکو د لاسرسۍ په برخه کې یو مهم ګام دی.
جیدزاده وایي، شپږ مخابراتي سایټونه د مخابراتو وزارت له انکشافي بودجې د شپږسوه زرو ډالرو په لګښت فعال شوي او څلور نور سایټونه هم د مخابراتي شرکتونو له لوري جوړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه سایټونه په میرامور، شهرستان، اشترلي، پاتو، سنګتخت او بندر ولسوالیو او د دایکندي په مرکز کې فعال شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سایټونه د یاد ولایت زرګونو اوسېدونکو ته د «2G» او «3G» انټرنېټي خدمتونه برابروي او هر سایټ له درې تر پنځه زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.
د دایکنډي د مخابراتو ریاست مالي او اداري مدیر دغهراز وايي چې د دغو لسو سایټونو په فعالېدو سره د خلکو شاوخوا ۹۰ سلنه مخابراتي ستونزې حل شوې او د درېیو نورو سایټونو د جوړېدو چارې هم روانې دي.
نوموړي څرګنده کړ چې دغه ریاست د دایکنډي ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې په محرومو سیمو کې به د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لړۍ روانه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP