Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌کلا کې نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته تېل له منځه یوړل شول

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي ګمرک کې شاوخوا سل ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته تېل له منځه یوړل شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو تېلو کې پټرول او ډیزل شامل وو او ‎د محکمې د حکم له مخې د اړوندو با صلاحیته ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.

سرچینې زیاته کړې، دغه تېل چي په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق‌کوونکو له لوري په سوداګریزو موټرونو کې په پټه افغانستان ته راوړل کېدل، د ګمرکي مسوولینو له لوري نیول شوي او له لابراتواري معاینې او تحلیل وروسته یې د له منځه وړلو پرېکړه وشوه.

یاد وزارت لیکلي، ‎د هېواد په ګمرکونو کې ټول سوداګریز توکي په دقیق ډول کتل کېږي او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چي بې‌کیفیته او ممنوعه توکي هېواد ته وارد او یا هم صادر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.