Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکي د پاکې انرژۍ او برېښنایي تجهیزاتو د تولید برخو کې د همکارۍ پر پراختیا غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د پاکې انرژۍ او د برېښنايي تجهیزاتو د تولید برخو کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي سره ولیدل.

خبرپاڼه ویل شوي چې په دې ناسته کې دواړو خواوو د نوې‌کېدونکي او پاکې انرژۍ سرچینو د پراختیا او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر زیاتېدو خبرې وشوې.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې عمر د نوې‌کېدونکي انرژۍ سرچینو د پراختیا او برېښنایي تجهیزاتو د تولید برخه کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې په دې برخه کې د پانګونې کچه د مخکې په پرتله ډېره شوې ده.

هغه څرګنده کړې چې د پانګونې ایراني شرکتونه هم کولای شي له دغه فرصته ګټه واخلي او په یادو برخو کې پانګونه وکړي.

د سرچینې په خبره، بېګدلي ویلي چې ایران او افغانستان اوږدمهاله تمدني او فرهنګي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې باید همکاري ډېره شي.

هغه دغه‌راز د تخنیکي انجینرانو لپاره د ویزې صادرولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په ګډون، په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.