هرات (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): هرات کې ځايي سرچینې وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له دغه ولایته د نړۍ څه باندې شلو هېوادونو ته وچه مېوه صادر شوې چې دغه صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو اعلان کړی چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۱۹ میلیونه ۹۷۱ زره او ۱۸۷ کیلوګرامه وچه مېوه بهر ته صادر شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد صادرات د اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون څه باندې ۲۰ هېوادونو ته ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د یادو صادراتو ټولیز ارزښت ۵۷ میلیون او ۷۰۳ زره او ۱۹۴ ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.
بلخوا، د هرات د ولایت مقام ویاند محمدیوسف سعیدي وايي چې په صادر شوو محصولاتو کې بادام، پسته، انځر، د زردالو کښتې، ممیز، الوبخارا، پسته، چهارمغز، ممپلي او بریان شوي نخود شامل دي چې اسناد یې د هرات د سوداګرۍ خونې له لوري طی مراحل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د لا ډېرو اسانتیاوو په رامنځته کولو او سوداګرو ته د مناسبو زمینو په برابرولو د صادراتو په ځانګړي توګه نړۍوالو بازارونو ته د وچې مېوې د صادراتو په ډېرېدو کې مهم رول لري او دغه ملاتړونه به دوام ومومي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP