Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي چې د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کوي.

امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تمه کېږي چې په دې غونډه کې د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او د یوناما د دفتر مسووله جورجټ ګاګنون، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا)  له دفتره یو لوړپوړی چارواکی او د مدني ټولنې یو استازی د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې چې له عمومي ناستې وروسته به غیرعلني مشورې هم ترسره شي.

د دې ناستې د ترسره کېدو د دقیقې نېټې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.