Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دا اونۍ کابل ښار کې د غوړیو او روسۍ طلا بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د مالیزیايي غوړیو او روسۍ طلا بیې لوړې شوې خو د پاکستانۍ وریجو بیه بیا ټیټه شوې ده.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۸۵۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده. د هغه په وینا، د وریجو د وارداتو ډېرېدو له امله د هغه بیه ټيټه شوې ده.

خو سرچینې زیاته کړه چې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د غوړیو بیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو له امله لوړه شوې ده.

خو سرچینه وايي چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ،  ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې د تېرو اوو ورځو په څېر نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۷۱۰۰ افغانۍ ده.

خو سرچینه وايي، نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۶۰۰ څخه ۵۶۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

نفتي توکي

کابل ښار کې د احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم لکه د ۷ ورځو مخکې په څېر د یو لېټر پټرولو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو لېټر ډیزلو بیه ۷۰ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو ګازپلورونکی محمدجان امین وايي نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۲ افغانۍ پلوري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د لېندۍ په لومړۍ نېټه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۶ اعشاریه ۴۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانۍ بدلېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.