غزنيښار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند پښتوناباد سیمه کې یوې درې کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ماشوم د کابل ښار د پل محمودخان له سیمې څخه تښتول شوی و او د غزني ښار په پښتونآباد سیمه کې ساتل کېده او له کورنۍ یې د هغه د خوشي کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې وه.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونو له کشفي راپورونه وروسته یاد ماشومان وژغوره او په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس د ماشوم له خپلوانو سره نږدې اړیکې لرلې او د کور د خاوند د نه شتون پر مهال یې ماشوم تښتولی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP