هرات (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د هرات د صنعتي ښارګوټي یوه تولیدي شرکت په لومړي ځل د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت۵۰ ټنه مربا او ترشي د امریکا متحده ایالتونو ته صادر کړي دي.
د «طنین» تولیدي شرکت رییس محمد بهبود قلعهنوي وايي چې د دې محمولې ټولېز ارزښت ۳۰ زره ډالر دی او ټول خام مواد یې د هرات دننه برابر شوي دي.
د هغه په وینا، امریکا ته د یاد ۵۰ ټنه صادراتو سربېره ټاکل شوې چې راتلونکې میاشت کې یو شمېر نور محصولات هم ځینو اروپايي هېوادونو ته واستول شي.
ورته مهال، د هرات ولایت مقام ویاند محمدیوسف سعیدي د تولیدي شرکتونو یاد اقدام ستايي او زیاتوي چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ، په صادراتو کې اسانتیا، او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی د هرات د ځايي ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او د دغو ډول محصولاتو صادرات کولای شي د اقتصاد په پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.
دغهراز، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدیونس قاضيزاده وايي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د هرات صادرات ۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه، د هرات په «طنین» تولیدي شرکت کې دا مهال ۸۰ کسان پر کار بوخت دي او دغه شرکت د مربا او ترشي د تولید ترڅنګ، سوسیس او کالباس هم تولیدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP