Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي نداءمحمد ندیم په نړۍوالو چارو کې د علي خامنه‌یي له ځانګړي سلاکار سره کتلي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزیر تهران ته د خپل رسمي سفر په دوام، په نړۍوالو چارو کې د ایران د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي له ځانګړي سلاکار سره لیدلي او دواړو لورو د علمي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي نداءمحمد ندیم تهران ‎ته د خپل څو ورځني رسمي سفر په لړ کې، په نړۍوالو چارو کې د ایران د رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي له ځانګړي سلاکار علي اکبر ولایتي سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي اړیکو د پراختیا او باور رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د افغانستان د تحصیلي نظام او په دې برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخيزو علمي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

سرچینې زیاته کړې، هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو ته په اشاره، په طبي او تخنیکي برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې يې پر دوه اړخيزو همکاریو او همغږۍ ټينګار وکړ.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ورته مهال په نړۍوالو چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت د رهبر ځانګړي سلاکار علي اکبر ولایتي افغانستان او ایران دوه وروڼه ملکونه وبلل او په یادو ذکر شوو برخو کې یې د افغانستان د لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا او ودې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.