Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما: د بشري حقوقو تامین د افغانستان د پرمختګ زمینه برابروي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): یوناما د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتي چې له نړۍوالو مکلفیتونو سره په همغږۍ د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي.

د یوناما په بیانیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د بشري حقونو په ورځ د نړۍوالو غږ بدرګه کوي چې «زموږ په ورځنیو اړتیاوو کې د بشري حقونو د رسمیت پېژندو غوښتونکی دی» او دغه بنسټیزه چاره د خلکو ژوند ته عزت وربښي او فرصتونو او امنیت ته زمینه برابروي.

په بیانیه کې راغلي چې د سږ کال نړۍوال شعار موږ ته رایادوي چې د حقونو موضوع یوازې یو خیال نه، بلکې ورځني شرایط دي چې خلکو ته اجازه ورکوي څو د تعلیم، روغتیا، کار او ټولنیز مشارکت ته د لاسرسي له لارې یو باعزته ژوند ولري.

سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په دوامداره توګه روغتیا، کار او ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي چې دغه چاره د دوی بنسټیز حقونه او د هېواد راتلونکی کمزوری کوي او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي د زمیني نشتوالی کورنۍ زیانمنې او ټولنې کمزورې کوي.

یوناما ادعا کړې، یو شمېر افغانان چې په جبري توګه خپل هېواد ته ستنېږي، ځیني یې د «غچ اخیستونکو اقدامونو او له بشري حقونو د سرغړونو» له خطر سره مخ کېږي.

اسلامي امارت په دې اړه څه نه ‌دي ویلي خو مخکې له دې یې څو ځلې ورته ادعاوې رد کړې دي.

د یوناما سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیالې جورجټ ګانیون ویلي: «بشري حقونه اختیاري امر نه دی، دا د ژوند د دوام لپاره ورځنۍ اړتیا ده؛ په افغانستان کې د دې ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې زده‌کړې او کار کولای شي او په ټولو برخو کې بشپړ ګډون لري، د پرمختګ لپاره یوه اړینه چاره ده. له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې له نړۍوالو مکلفیتونو سره په همغږۍ او د افغانستان او د دغه هېواد او د ټولو خلکو د ودې لپاره پیاوړي ګامونه پورته کړي.»

په بیانیه کې راغلي چې د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه چې ۷۷ کاله مخکې تصویب شوې، لا هم له ګډوډیو د وتلو لپاره د لارښود په توګه پاتې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.